هندو: تمه ده افغانستان له هنده نوره پوځي مرسته تر لاسه کړي

تمه ده افغانستان له هنده نورې جنګي هلیکوپترې او پوځي مرسته ترلاسه کړي.

هند روان کال د افغانستان هوایي ځواکونو ته څلور ام ـ ۲۵جنګي هلیکوپټر ورکړې او روانه اوونۍ به د افغانستان ولسمشر د هند د سفر پر مهال د ورته نورو الوتکو غوښتنه وکړي.

د هندوستان، د هندو انګریزي ژبې ورځپاڼې خبر ورکړ چې په هغه لست کې چې هند ته وار له مخه افغانستان سپارلی دی، په هغه کې جنګي هلیکوپتر، توپونه او یو شمېر مهمات شامل دي.

همداراز کابل له نوي ډیلي غوښتي دي چې د الوتکو د ترمیم یو ورکشاپ په افغانستان کې جوړ کړي، تر څو هغه پخوانۍ جنګي روسي الوتکې ترمیم شي چې له کاره غورځېدلي دي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل چې د دې اوونۍ په وروستیو کې به جمهور رئیس هند ته ولاړ شي.