اسرائیلي او فلسطیني چارواکي مسکو کې سره ګوري

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسراییلي او فلسطیني چارواکو منلې ده چې له یو بل سره په مسکو کې وویني.

خو له هغه اعلان سره سم چې پرون پنجشنبې وشو، یوازې ویل شوي چې دواړو خواوو یوازې د کتنې پر اصولو سلا کړې ده او تراوسه پوري د دوی د کتنې لپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې.

له نږدې دوو کلونو راهیسي د فلسطیني او اسراییلي چارواکو ترمنځ خبرې درېدلي دي.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی ویلي چې د اسراییل او فلسطین د کړکېچ په حل کې د روسیې هلې ځلې کېدای شي اغېزمنې وي او امریکايي چارواکي دا هڅې له نږدې څاري.