مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۵ کسان وژلي

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر امیرګل حسېن خېل ازادي راډيو ته وویل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته شوې ده او په وژل شویو کې څلور ملکیان هم شامل دي.

تر اوسه په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې چاودنه د ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې شوې ده.

تراوسه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.