صبحرنګ: د معافیت فرهنګ دوام د ناموسي وژنو لامل ګرځېدلی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او په خاصه توګه د ښځو د وژنې دوام دا کمېسیون ډېر اندېښمن کړی دی.

ناموسي وژنې چې تل د بشري حقونو مدافعین او د دې برخې فعالان ترې د یوې شومې پدیدې په نوم یادونه کوي لاهم دوام لري او ډېرې ښځې او نجونې د مرګ کومې ته ورکوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، ناموسي وژنې ډېرې د اندېښنې وړ دي او که معافیت همداسې دوام وکړي دا وژنې به هم روانې وي.

د یاد کمېسیون یوې کمېشنرې ثریا صبحرنګ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یوازې سږ کال د ناموسي وژنو نېږدې پنځوس قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوې کمېشنرې ثریا صبحرنګ

اغلې صبحرنګ زیاته کړه:

"د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ناموسي وژنې دوام لري او په نا امنو سیمو کې ډېرې ترسره کېږي ځکه چې هلته دولتي حاکمیت نه‌شته او ډېرې قضیې نه‌ثبتېږي. یوازې ۴۸ ناموسي وژنې د بشري حقونو له کمېسیون سره ثبت شوي یعنې هره اوونۍ دوه ښځې په ډېرې بې رحمۍ سره وژل کېږي."

اغلې صبحرنګ وايي، تېر کال ۲۴۱ ناموسي وژنې دوی ثبت کړې وې چې یوازې ۷۲ یې تعقیب شوې.

اغلې صبحرنګ زیاتوي چې په ټوله کې د تېر کال د لومړۍ نیمې په پرتله سږ کال ۵ فیصده دا پېښې زیاتې شوي دي او لامل‌یې اداري فساد، د معافیت فرهنګ شتون او د دولتي حاکمیت کمزورتیا ده.

اخوا د ښځو د حقونو یوه فعاله صفیه صدیقي هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی سخت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې له هرې ممکنې لارې باید ورسره مبارزه وشي.

د حقونو یوه فعاله صفیه صدیقي

اغلې صدیقي وايي:

"موږ او تاسې ناموسي وژنې ګورو. دا د قضايي قوې حق دی په دې برخو کې باید قاضي پرېکړه وکړي خو متأسفانه کورنۍ پرېکړې کوي او وړې نجونې او ښځې وژني. هیله‌منه یم څو د ښځو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او ټول اداري او مدني بنسټونه دې ستونزې ته د رسیده‌ګي لپاره لستوڼي بډ وهي."

د ریحانې په نوم د یوې ځوانې نجلۍ سر پرې کول او په غور کې د یوې کورنۍ له‎خوا د زهرا په نوم د یوې بلې ځوانې ښځې سوځول د ښځو په وړاندې له وروستیو او تازه پېښو څخه دي خو پخوا تر دې ځینې نورې ښځې لا تر دې هم په بې رحمۍ سره وژل شوي دي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي، د ناموسي وژنو د عاملینو د نیولو لپاره جدي هڅې شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"په هر مورد کې چې کشفي او استخباراتي ارګانونه یا پولیس موږ ته رپوټ راکړی عاملین‌یې نیول شوي دي. خو ځیني کسان لا هم په تېښته کې دي او په نا امنو سیمو کې پټ دي د هغوی د نیولو لپاره هم ځیني تدابیر لرو او په دې برخه کې جدي او هوډمن یو."

تر دې مخکې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع‌الله بیدار ویلي چې د روان کال په اتو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۲۱ پېښې ثبت شوي چې ناموسي وژنې هم په‎کې شاملې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په تعقیب سره دې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له هغې ډلې ناموسي وژنو مخه ونیسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی