خوستوال: د وژنو او ورانیو پر ځای باید سولې او یووالي ته کار وکړو

د پنجشنبې په ورځ د خوست یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د شهید اوونۍ د لمانځنې په ناسته کې له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې تر دې وروسته دې ټول په ګډه د سرتاسري سولې، ملي یووالي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دوی زیاته کړه، افغانانو په وروستیو څلورو لسیزو کې یوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره نه، بلکې د نورې نړۍ د ولسونو د ژغورنې لپاره هم قربانۍ ورکړي دي او له همدې کبله نړیوال هم باید چې په دې هېواد کې د تحمیل شویو جګړو د ختمولو لپاره په صادقانه ډول خپل ټول امکانات په کار واچوي.

د خوست یو تن قومي مشر حاجي عبدالقیوم خان ازادي راډیو ته وویل چې نور باید په‎ دې هېواد کې وژنو ته نه وویل شي او د هېواد ټول عام او خاص وګړي د سولې لپاره هڅې وکړي.

حاجي عبدالقیوم خان زیاته کړه:

"زموږ پیشنهاد دا دی چې دا څومره شهیدان وشول دا کافي دي، له‎ دې زیات موږ ته د اتحاد ضرورت دی، یووالی وکړو او ټول متحداً د رئيس جمهور نه نیولې تر اخرین فرده پورې په یو غږ ووایو چې موږ سوله غواړو، د سولې لپاره موږ اماده یو، داسې نه چې یو کس سوله غواړي او بل کس د خپلو شخصي اغراضو په خاطر د سولې ماتول غواړي."

یو بل تن قومي مشر حفیظ الله جان ګربز هم وايي چې تر دې وروسته باید په ګډه د ټولو افغانانو د پخلاتوب لپاره کار وشي، په یو ټغر راټول شي او روانو بدمرغیو ته د پای ټکی کېښودل شي.

مدني فعال سید کریم خان خاکسار وايي، د افغانانو ژوند باید د جګړې او ورانیو له ګواښه وژغورل شي.

نوموړی د افغان حکومت وسله‌والو مخالفینو هم غواړي چې سوله ومني او د روانو بدمرغیو په ختمولو کې ونډه واخلي.

ښاغلی خاکسار زیاتوي:

"له ‎دې وروسته باید افغانان له جنګونو او دا نورو ستونزو لاس واخلي، د سولې لپاره کار وکړي، د شهیدانو لپاره مو دا یوه ورځ بس ده، نورې باید داسې ورځې ونه‌لرو چې خپل ملي شخصیتونه له لاسه ورکړو، باید په‌ دې هېواد کې سوله او امن راشي، د دولت د وسله‌والو مخالفینو مې هم دا غوښتنه ده چې باید د سولې له پروسې سره یوځای شي."

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ خوست کې د شهید اوونۍ د لمانځنې د نورو هدفونو تر څنګ وویل چې افغان حکومت به د هغو خلکو مخه ونیسي چې په بېلابېلو نومونو افغانان سره وېشي او د پردیو د ارمانونو تحقق لپاره کار کوي.

مبارز محمد ځدراڼ زیاته کړه:

"له‌ دې وروسته موږ ژمن یو چې د افغانستان د ابادۍ او انکشاف لپاره په خاصتاً د دې هېواد د ټولو پرګنو د یووالي لپاره به کار کوو او هېچا ته به د دې اجازه ورنه‌کړو چې د ځینو نومونو تر عنوان لاندې د خپلو شخصي اهدافو په خاطر زموږ خلک په بېلابېلو نومونو باندې ووېشي او دلته د پردیو د اهدافو د تحقق لپاره یوه زمینه برابره کړي."

د شهید اوونۍ په لمانځ‌غونډه کې خوست والي حکم خان حبیبي وویل چې افغانان د نورو هېوادونو په پرتله د جګړو ډېر قربانیان او ټپیان لري او د ټولنې دا قشر تر هر چا زیات پاملرنې ته ضرورت لري.

نوموړي له افغان حکومت او نړیوالو مرستندویانو غوښتنه وکړه چې د وژل شویو او ټپیانو د اولادونو لپاره د کار او زده‌کړو لازم شرایط برابر کړي، څو په ځان بسیا شي او خپله انرژي او توان په مثبتو کارونو ولګوي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل