ترینکوټ کې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د میشتو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.

د دغې ټولنې رئیس رحیم الله سمندر په جګړه کې له ښکیلو خواوو غوښتي چې د ژورنالېستان بې طرفۍ ته دې درناوی وکړي او د دوی خوندیتوب دې باوري کړي.

ښاغلي سمندر ازادي راډیو ته وویل، دا مهال په ترینکوټ کې را ټول شوي ژورنالېستان ښار ته نېږدې یوې پوځي لوا ته تللي چې دا هم د دوی لپاره خوندي ځای نه دی:

"په داسې شرایطو کې موږ تل له ښکیلو لورو غوښتي چې د ژورنالېستانو بې پرې توب ته احترام وساتي او که دوی کومې سیمې نیسي او هلته ژورنالېست کار کوي دوی دې د خوندیتوب درناوی وکړي ."

ښاغلي سمندر زیاته کړه چې دا مهال په ترینکوټ د څو سیمه ییزو راډیوګانو د کارکونکو په شمول د بېلابېلو رسنیو تر ۲۶ تنو زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له خطر سره مخ دي.