پنټاګون افغانستان ته د دېره ۱۴۰۰ سرتېرو ځای ناستي استوي

پنټاګون د روان کال په مني کې افغانستان ته د هغې فرقې شاوخوا ۱۴۰۰ سرتېري استوي چې مخکې یې په دې هېواد کې د القاعده او طالبانو په وړاندې جګړه کې ونډه اخیستې وه.

پنټاګون افغانستان ته په روان مني کې د ۱۴۰۰ سرتېرو د استولو اعلان د تېرې سې شنبې په ورځ وکړ.

دغه سرتېري چې د امریکا د ۱۰۱ هوایي فرقې د درېیمې لوا پورې تړلي، اضافي سرتېري نه‎دي چې امریکا یې افغانستان ته استوي بلکې په دې هېواد کې د دېره ځواکونو چې مأموریت‌یې په ختمېدو دی، ځای نیسي.

د امریکا په کېنټاکي کې د فورټ کمپبل اډه کې د ۱۰۱ هوایي فرقې د قومندانۍ سرپرست جنرال سکات برویر وویل، ځواکونه‌یې ښه روزل شوي، پر ښې رهبرۍ سمبال دي او دې ته تیار دي چې هر هغه مأموریت چې ورسپارل کېږي په ښه توګه‌یې سرته ورسوي.

​د امریکا پوځ نه‎دي ویلي چې دغه جزوتامونه به څومره وخت په افغانستان کې تېروي او مشخص مأموریت به‌یې څه وي خو هغه به په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت په چوکاټ کې د القاعده او اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې په یو اړخیزه توګه عملیات مخ ته وړي او هم به د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې، ملاتړ او هغوی ته د سلا ورکولو چارې مخ ته وړي.

پوځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځواکونه به په هغه مأموریت کې برخه اخلي چې د "ازادۍ د ساتلو پیل عملیاتو" نوم ورکړل شوی.

دا هغه مأموریت دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په جنورۍ کې وروسته له هغې چې افغانستان کې د پایداره ازادۍ لپاره د عملیاتو محارب مأموریت پای ته ورسېد، پیل شوی دی.

د ۱۰۱مې هوایي فرقې د قوماندانۍ سرپرست جنرال سکات برویر وویل، ځواکونو یې له ۲۰۰۲ کال وروسته چې په افغانستان کې یې د القاعده او طالبانو پر ضد عملیات تر د ۲۰۱۴ کال تر پایه مخ ته وړي او تېر ۲۰۱۵ کال‌ کې یې هم د افغان ځواکونو د ملاتړ په مأموریت کې ونډه اخیستې، د افغانستان د جګړې له کافي تجربې څخه برخمن دي.

دا به پنځم ځل وي چې د درېیمې لوا محارب ځواکونه په افغانستان کې ځای پر ځای کېږي.

وروستی ځل د دغې لوا مأموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال اکتوبر کې پای ته رسېدلی و، هغه مهال د دې لوا پوځیان د افغانستان په ختیځ کې ځای پر ځای شوي وو.

هغه مهال د دې لوا پوځیان د افغانستان په ختیځ کې ځای پر ځای شوي وو.

له دې مخکې پنټاګون ویلي و چې شاوخوا ۱۰۰ اضافي سرتېري یې د هلمند مرکز لښکرګاه ته استولي چې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې دغه ښار پرېنه‎ږدي څو د وسله‎والو طالبانو لاس ته ورشي.

د امریکایي پوځي چارواکو په وینا دغه سرتېري به د هغو امریکایي پوځي سلاکارانو ملاتړ کوي چې افغان ځواکونو ته د جګړې په ډګر کې روزنه او مشوره ورکوي.

په تېرو څه باندې ۱۴ کلونو کې امریکا د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د ۳۵۲ زره کسیز ځواک د روزنې او مجهزولو پر چارو له ۶۸ میلیاره ډالرو زیات لګولي دي.

پر دې سربېره‌یې د افغان محلي پولیسو د ۳۰ زره کسیز ځواک په روزنه او تمویل کې هم مرسته کړې ده.