د افغانستان په دولتي روغتونونو کې څه تېرېږي؟

د دولتي روغتونونو کارکوونکي او د یو شمېر ناورغانو پایوازان وايي چې په دولتي روغتونونو کې د فساد کچه لوړه شوې ده.

سره له‎ دې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د دارو درملو او نورو روغتیايي وسایلو د پېرلو په برخه کې د دولتي روغتونونو سره ډېرې مرستې شوي، خو اوس هم یو شمېر ناروغان او د ناروغانو پایوازان په دغو روغتونونو کې د درملو له نه‌‎شتونه سر ټکوي.

دغه ناروغان وایي چې په ډېرو دولتي روغتونونو کې دوی ته درمل او نور د اړتیا وړ طبي وسایل نه‌دي ورکړل شوي او دوی محبوره دي چې له بهره خپله اړتیا پوره کړي.

ناروغان وایي چې په ډېرو دولتي روغتونونو کې دوی ته درمل او نور د اړتیا وړ طبي وسایل نه‌دي ورکړل شوي

څو ناروغانو ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته په دولتي روغتونونو کې هېڅ ډول اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوي.

دوی زیاتوي:

"زوی مې سوځېدلی او اوس مې روغتون ته راوستی، دلته موږ ته دارو درمل نه‌راکوي، درملتون کې پیدا کېږي خو موږ ته وايي چې له بهره‌يې واخلئ، مجبوره یو چې پور وکړو او د زوی علاج وکړو."

"یوه دوا څو واره غواړي هغه خدمه چې دغه دوا وروړي ورڅخه ورکېږې، بیا پر خلکو دوه یا درې واره راغواړي، خلکو ته سم خدمتونه نه‌رسېږي."

په ورته وخت کې یو شمېر هغه درمل جوړونکي چې د دولتي روغتونونو شاوخوا درملتونونه لري هم وایي چې دغه ستونزې شته او په دې وروستیو کې له همدې کبله د دوی دارو درمل هم ډېر پلورل کېږي.

یو تن درمل جوړونکي خان محمد ازادي راډیو ته وویل، څو میاشتې مخکې ملالۍ زېږنتون ۹۰ سلنه د دارو درملو په برخه کې پر ځان بسیا وه، خو اوس ۱۰ سلنه دارو درمل هم نه‌لري.

خان محمد وايي:

"په زیږنتونونو کې ډېری ناروغان خپل درمل د بهره اخلي، پخوا دغه روغتون خپله ډېر درمل درلودل، دستکشې، د جراحي درمل، جراحي سامان او د ګنډلو تار دغه ټول شیان مریضان له بهر درملتونونو څخه اخلي، وړاندې له دې روغتون ۹۰ سلنه اکمالات درلودل او اوس ګمان کېږي چې ۱۰ سلنه وي."

د دولتي روغتونونو یو شمېر کارکوونکي هم وايي چې په دغو روغتونونو کې د دارو درملو د وېش، خوړو، جامو او د طبي وسایلو په برخه کې فساد موجود دی او له کبله‌يې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دولتي روغتونونو یو شمېر کارکوونکي هم وايي چې په دغو روغتونونو کې د دارو درملو د وېش، خوړو، جامو او د طبي وسایلو په برخه کې فساد موجود دی.

دوی وایي، هغه پیسې چې مرسته کوونکې ټولنې یې له دولتي روغتونونو سره د دارو درملو، خوړو او جامو په برخه کې کوي د پېرلو په وخت کې د مسؤلینو له‎خوا حیف او میل کېږي.

کابل ښار کې د یو دولتي روغتون کار کوونکې لیلما ازادي راډیو ته وویل چې د مرسته شویو پیسو په لږه برخه د اړتیا وړ توکي پېرل کېږي او نورې پيسې مسؤلین خپلو کې سره وېشي.

مېرمن لیلما وايي:

"کله چې درمل پېرل کېږي مسؤلین خپله له هغو شرکتونو سره اړيکې لري چې یوه برخه درمل راوړي او د ځینو درملو پیسې خپلو شخصي جېبونو ته اچوي او موږ خپله پوهېږو چې په روغتون کې دغه کړنې ډېرې دي د دوا څخه جلا په خوراکي موادو، جامو، یو شمېر سامانونو او داسې نورو ټولو کې فساد موجود دی."

لیلما وایي چې په تېرو کلونو کې د حکومت او مرسته کوونکو ټولنو له‎خوا د خوړو او جامو خریداري په ښه ډول ترسره کېده خو په دې وروستیو کې ډېر ځله فساد تر سترګو کېږي.

اغلې لیلما وایي چې په یو شمېر دولتي روغتونونو کې ان د وینې د معاینه کولو لپاره هم امکانات نه‌شته ناروغ اړ کېږي چې خصوصي روغتونونو ته مخه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر روغتیايي مرکزونو مسؤلان هم دا خبره مني او وایي چې په دولتي روغتونونو کې ان د ویني معمولي معاینات هم ناشونې دي.

مسؤلان: په دولتي روغتونونو کې ان د ویني معمولي معاینات هم ناشونې دي.

کابل ښار کې د یوه خصوصي روغتون مسؤل محمد سهراب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د پخوا په پرتله زموږ مراجعین زیات شوي زموږ مرکز د عمومي تشخيص مرکز دی او ټول مرضونه دلته تشخیص کېږي، په تېرو وختونو کې دولتي روغتونونو ډېرې اسانتیاوې لرلې د دولت او د بهرنیو انجوګانو له‎خوا ډېر ښه اکمالېدل او اوس زموږ د روغتون امکانات ډېر دي ډېر واړه شیان هم زموږ له درملتونه پېرل کېږي."

دغه ستونزې په داسې حال کې مطرح کېږي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د اداري فساد په وړاندې د نظارت او ارزیابۍ کمېټې ویلي و چې فساد او له حکومتي امکاناتو څخه ګټه اخیستل په روغتیا وزارت کې په یوه عادي کار بدل شوی دی.

په ورته وخت کې د روغتیا وزارت مسؤلین وايي چې په دې اړه کوم شکایت نه‎دی ور رسېدلې.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل، که په دې برخه کې اسناد ورته وړاندې شي، د سر غړونکو سره به قانوني چلند وشي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه:

"له خپلو وطن‎والو څخه مې هیله دا ده چې که کوم اسناد په لاس کې لري کولای شي د ټیلیفون له لارې او یا هم په رسمي توګه دغه اسناد موږ سره شریک کړي چې وتوانېږو د هغو فاسدینو چې له بده‎مرغه د روغتیایي خدماتو مخنیوی کوي او هغه درمل چې خلکو ته په نظر کې نیول شوي دي په بازارونو کې پلوري د هغو نیولو او مجازاتو په اړه اقدام وکړو."

سره له دې چې په تېرو ۱۴کلونو کې په لسګونو میلیونه ډالر مرسته له دولتي روغتونو سره شوې ‎خو اوس هم په مرکز او لیرې پرتو ولایتونو کې خلک د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي سر ټکوي.

دوی له دولتي روغتونونو څخه غواړي چې خپل روغتیايي خدمات پراخ او د هغو خلکو روغتیايي ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي چې په لیرو پرتو سیمو کې مېشت دي.

راپور: سباوون کاکړ