لويه څارنوالۍ: ولایتي دفترونه دې د فساد دوسیې مرکز ته وسپاري

د افغانستان لویې څارنوالۍ کابل او ټولو ولایتونو کې خپلو دفترونو ته امر کړی چې له ځنډ پرته د فساد دوسیې عدلي او قضايي مرکز ته وسپاري.

د لوی څارنوال د دفتر رئیس بکتاش عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې عدلي او قضايي مرکز به له دې وروسته د مالي فساد لویې قضیې په هر اړخېزه توګه څېړې او په اړه به یې تصمیم نیسي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:

"لویې څارنوالۍ د مرکز او ټولو ولایتونو لویو څارنوالیو ته هدایت ورکړی چې د اداري فساد د سنګینو جرمنو ټولې دوسیې هر څومره چې ژر کېږي عدلي او قضايي مرکز ته وسپاري."

عدلي او قضايي مرکز شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په اداري فساد کې د ښکیلو لوړو پوړو دولتي چارواکو دوسیو ته د رسېدلو په هدف جوړ شو.