قوقندي: له چین نه په توکو بار اورګاډی حیرتان بندر ته ورسېد

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په لومړي ځل د چين له ارومچي ښار څخه ۶۸ واګونه سوداګريز توکي، د اورګاډي په واسطه، د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز ښارګوټي ته راورسېدل.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سوداګريز توکي د ۳۰۰۰ کېلومتره واټن په وهلو سره لومړی قزاقستان بیا ازبکستان او له هغه وروسته افغانستان ته راورسېدل.

د ښاغلي قوقندي په خبره، د اورګاډي دغه پټلۍ به افغانستان له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.