لوګر کې خصوصي ښوونځي پاملرنې ته اړتیا لري

د لوګر د خصوصي ښوونځیو مسؤلین له افغان حکومت غواړي چې د یاد سکټور د ودې، پرمختګ او اغېزمنتوب لپاره دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

دوی د ښوونځیو لپاره د مناسبو ځایونو نه‌شتون همدارنګه د برېښنا، درسي کتابونو او ځینو نورو برخو کې یو لړ ستونزې د خصوصي سکټور له مهمو ننګونو څخه بولي.

د محمد نسیم عباسي په نوم د لوګر یوه خصوصي ښوونځي مدیر ازادي راډیو ته وايي چې د دوی یوه ستونزه دا هم ده چې د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو تجربه او کاري موده د حکومت په چوکاټ کې په مأموریت کې نه محاسبه کېږي.

نوموړی زیاتوي:

"هغه ښوونکي چې دلته موږ سره کار کوي، په خصوصي سکټور کې د دوی کاري تجربه نه‌مني، د ودانیو لپاره ځانته ځایونه نه‎لري، یو کال یو ځای وي او بل کال بل ځای ته کډه کوي، لوګر کې د برېښنا د نه‌شتون ستونزه هم موجوده ده."

د احسان‌الله په نوم د لوګر یوه خصوصي ښوونځي یو تن زده‌کوونکی د دوی لوستونه ښه بولي او زیاتوي چې په ټولو درسي ساعتونو کې يې ښوونکي منظمه حاضري ورکوي.

احسان‌الله وړاندې وايي:

"نسبت حکومتي ښوونځیو ته خصوصي مکاتبو کې ښه درسونه موجود دي، تجربه کاره ښوونکي لري او ښه درسونه ورکوي او شاګردان هم کولای شي په ښه ډول خپل درسونه پرمخ بوځي."

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاهپور عرب هم د خصوصي ښوونځیو فعالیت اغېرمن بولي او وايي چې په‎ دې برخه کې درې زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو نسبتاً مناسب شرایط برابر شوي دي.

محمد شاپور عرب وايي:

"لوګر کې د دوه انسټېټیونو په شمول ۱۱ خصوصي ښوونځي فعالیت لري چې ۳۰۰۰ زده‌کوونکي په‌کې زده‌کړې کوي په‌دې ولایت کې د خصوصي ښوونځیو درسي بهیر ډېر ښه پر مخ روان دی، د پوهنې وزارت اړوند نصاب په‌کې تدرسېږي."

د لوګر والي حلیم فدايي د خصوصي ښوونځیو د مسؤلینو او زده‌کوونکو ستونزې او غوښتنې تر یوه بریده مني او زیاتوي چې ولایتي اداره د امکاناتو او د قانون په چوکاټ کې خصوصي سکټور سره لازمو همکاریو ته ژمنتیا لري.

د لوګر والي حلیم فدايي

د لوګر والي وايي چې خصوصي ښوونځي باید د درسونو کیفیت لوړ کړي، تر څو د زده‌کوونکو د ډېرولو له لارې يې عواید لوړ شي او په دې توګه د ډېرو ستونزو د هوارولو جوګه شي.

د لوګر والي وړاندې وايي:

"لوګر کې خصوصي ښوونځیو ته کاري فرصتونه کوم چې موږ پورې تړاو لري، هغه ورته برابروو، ډېره اړینه دا ده چې دوی باید خپلو ښوونځیو لپاره د عامه اړیکو او بازار موندنې همدارنګه د خصوصي سکټور په برخه کې د اغېزمن مدیریت په برخه کې لا غښتلي کړي، تر څو له یوې خوا دوی ډېر زده‌کوونکي راجلب کړي او هم باکیفیته زده‌کړې دوی ته وړاندې کړي."

کتونکي وايي چې په خصوصي ښوونځیو کې د افغاني ښوونیز نصاب پر ځای پردیو نصابونو ته ډېره پاملرنه کېږي چې دا کار د زده‌کوونکو په راتلونکي د نورو منفي اغېزو تر څنګ د لوړو زده‌کړو لپار د کانکور په ازموینو کې هم ستونزې ایجادوي او د خصوصي ښوونځیو فارغان نه‌شي کولای چې په ډېره اندازه پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل