قوقندي: هڅه کوو د تازه مېوو صادرات روسیې ته زیات کړو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، هڅه کوي چې د تازه مېوو او ترکاریو صادرات روسیې ته زیات کړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډيو ته وویل چې افغاني محصولات باید لومړی د روسیې د بازارونو پر نورمونو برابر او په نړیواله کچه بسته بندي شي.

ښاغلی قوقندي وایي چې روسیې پر افغاني محصولاتو ګمرکي مالیات کم کړي دي.

دی زیاتوي:

"زموږ هڅه دا ده چې د روسیې د بازارونو پر نورمونو افغاني محصولات بسته بندي کړو او هغه هېواد ته‌یې واستوو."

ښاغلی قوقندي وایي چې د منځنۍ اسیا تر هېوادونو وروسته روسیه د افغاني محصولاتو لپاره یو ښه بازار دی.