ټیفا: حکومت هڅه کوي انتخاباتي اصلاحات له ستونزو سره مخ کړي

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي چې د انتخاباتو قانون د تعدیلۍ طرحې پر محتوا د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست تر منځ د تفاهم نه‌شتون د دې طرحې د توشېح مخه نیولې ده.

د ملي شورا د اوړي رخصتۍ پای ته ورسېدې، خو تر اوسه د انتخاباتو د قانون د تعدیلۍ طرحې د توشېح کېدو څه خبر نه‌شته.

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي چې د یادې طرحې په اړه د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ نه تفاهم د دې لامل شوی چې ورځ تر بلې دا طرحه بې برخلیکه پاتې شي.

د دې بنسټ مشر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت په غیر مستقیم ډول هڅه کوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو موضوع له نتیجې مخکې له ستونزو سره مخ کړي.

محمد نعیم ایوب‎زاده

محمد نعیم ایوب‎زاده وویل، دا وضعیت ښيي چې حکومت اصلاً د انتخاباتي نظام د اصلاح بشپړه اراده نه‌لري.

ښاغلي ایوب‎زاده زیاته کړه:

"معلومېږي چې ارګ او اجرائیه ریاست تر اوسه هم د چمتو شوې طرحې پر سر یوه تفاهم ته نه‎دي رسېدلي، دا د دې لامل شوی چې فرمان توشېح نه‌شي، بدبختانه چې د دې کار لپاره اراده نه‌شته غیر مستقیم داسې هڅې کېږي چې انتخاباتي بحثونه داسې مطرح شي تر څو نتیجې ته له رسېدو مخکې پروسه له ستونزو سره مخ شي."

جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي شورا له‌خوا د انتخاباتي اصلاحاتو د تقنیني فرمان له بیا-بیا رد وروسته د هغې د برخلیک په اړه د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون نظر وغوښت.

دې کمېسیون د اساسي قانون د ۷۹ مادې پر بنسټ وویل چې جمهور رئیس کولای شي د ملي شورا د رخصتیو په وخت کې د انتخاباتو په اړه هر ډول تقنیني فرمان صادر کړي.

سره له دې چې د انتخاباتو د قانون اصلاح شوې طرحه بشپړه او د کابینې له‎خوا تصویب شوې خو تر اوسه د جمهور رئیس له‎خوا توشېح شوې نه‌ده.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا طرحه به کله توشېح شي ازادي راډیو ته وویل:

"په مصوده کار شوی، د انتخاباتو قانون د کابینې په غونډه کې تائید شوی او ژر به توشیح شي."

خو د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د ملي شورا غړو د رخصتی وخت پوره شوی او له دې وروسته د انتخاباتو قانون د تعدیلۍ طرحې توشېح کېدل د اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

افغان کارپوه کبیر رنجبر

د دې کارپوهانو له ډلې څخه کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل:

"په بېړنیو او اضطراري حالاتو کې چې بله هېڅ لار نه‌وي حق لري چې تقنیني فرمان صادر کړي خو د انتخاباتو قانون که نن هم توشېح کېږي د اساسي قانون سره په مخالفت کې دی."

له دې سره فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي چې د ملي یووالي حکومت د انتخاباتي نظام اصلاحاتو په برخه کې وخت ضایع کړی دی.

د دې بنسټ مسؤلین وايي چې د انتخاباتو په برخه کې اصلاحات جدي ارادې ته اړتیا لري په کومه کې چې حکومت پاتې راغلی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ