مرتضوي: ډېر ژر به د انتخاباتي نظام تقنیني فرمان توشېح شي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ډېر ژر به د انتخاباتي نظام د اصلاح په برخه کې تقنیني فرمان د ولسمشر غني له‌خوا توشېح شي.

د جمهوري ریاست ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د انتخاباتي قانون تعدیل شوې مسوده د کابینې له‌خوا تائید شوې او ډېر ژر به توشېح شي، همدارنګه د انتخاباتو د امنیت ارزونې او مالیې برخې لپاره هم دوه کمېټې ګمارل شوې دي."

وروسته له هغه چې د افغانستان ملي شورا د انتخاباتي نظام اصلاح په تړاو د افغان ولسمشر دوهم تقینیني فرمان هم رد کړ د افغانستان حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د وړاندیز شوې طرحې متن چمتو کړی.

خو د انتخاباتو د څار ټولنو په باور اوسنیو ستونزو ته په پام سره داسې نه‌برېښي چې دغه انتخابات دې په خپل وخت ترسره شي.