قلم: هلمند کې د سویابینو کښت ښه نتیجه ورکړې

د هلمند ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وایي چې په دې ولایت کې د سویابینو کښت ښه نتیجه ورکړې.

د دغه ولایت د کرنې ریاست سرپرست رئیس سید رفیع‌الله قلم نن ازادي راډیو ته وویل چې د سویابینو په نوم دغه بوټی چې په اوس وخت کې یې کرکېله د پراختیا په حال کې ده، تر څېړنې وروسته په هلمند کې د پام وړ نتیجه ورکړې ده.

د ښاغلي قلم په وینا دوی سږ کال د سویابینو کښت ته د۵۵۰ جریبه ځمکې د توزیع نیت لري چې شاوخوا ۵۱ مېټریک ټنه حاصلات به ترې ترلاسه شي.