سرنوشت: فساد له پخوا لا پیچلی او پراخ شوی نه دی؟

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس د انسجام او څارنې د ګډ بورډ ځانګړې ناستې ته د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د خبرو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکي چې ولسمشر یادې غونډې ته ویلي، فاسد نظام ورته په میراث پاتی دی، خو دی او ډله یې د فساد په وړاندې په جدیت سره مبارزه کوي چې د عدلي او قضايي مرکز جوړول او د ملي تدارکاتو اداره یې د دې مبارزې مهمې بېلګې دي.

خو د مطلب د لیکونکي په باور یو شمېر پوښتنې شته چې د ولسمشر دا مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي.

د مطلب لیکوال لیکي:

په دې کې د کابل بانک د قضیې نیمګړې او بې پایلې برخلیک، د یو شمېر مفسدو چارواکو په لوړو پوستونو ګمارل، ځینو مفسدو کسانو ته د امتیاز یا باج ورکړه او لاهم د ده په حکومت کې د ډېرو لویو مفسدو کسانو د کار دوام مهم ټکي یادېږي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې بیا په همدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د اوسني حکومت چارواکي د خپلو ناکامیو د توجیې لپاره تل دا خبره کوي چې ستونزې ورته له پخواني حکومته په مېراث پاتې دي.

سرنوشت د ولسمشر د دې خبرو په غبرګون چې فساد ورته له پخواني حکومت ورپاتې دی لیکلي چې هغه فساد چې په اوسني حکومت کې د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوی دی چاته به میراث پاتې کېږي؟

په سر مقاله کې پوښتل شوي، کله چې د حکومت له‌منځه یو مشر راپورته کېږي او اعتراف کوي چې له نړیوالې مافیا سره د قراردادونو په اړه خبر دی، نو دا په خپله د دې خبرې ثبوت نه دی چې فساد له پخوا لا پیچلی او پراخ شوی دی؟

په سر مقاله کې په دې برخه کې تر ګڼو نورو مثالونو وروسته دا هم پوښتل شوي چې دا حکومت به تر کله خپلې ناکامۍ پر پخواني حکومت ور اچوي؟

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې ولسمشر په دغه غونده کې وویل، موږ له خلکو سره ژمنه کړې وه اداري فساد چې زموږ معنوي ارزښتونه یې له خطر سره مخ کړي دي له منځه وړو.

زموږ هدف د فساد کنټرول دی خو د اصلاحاتو راوستل په ادارو کې وخت ته اړتیا لري.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ولسمشر وویل، زه غواړم داسې یو دولت راتلونکي نسل ته په میراث پرېږدم چې مهم کارونه یې ترسره شوي وي.