منګل: جاني خېلو کې وسله وال د پاکستاني هلیکوپټرو لخوا اکمالېږي

د پکتیا د ولایتي شورا ځیني غړي وايي چې د دغه ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته پاکستاني هلیکوپټرې اکمالات کوي.

دوی وايي، په جاني خېلو کې د وسله والو مخالفینو د جګړې مشري پاکستاني ځواکونه په غاړه لري.

د یادې شورا یوه غړي فیض محمد منګل نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جدي اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه:

"پاکستانۍ الوتکې دي چې هلته وسله وال مخالفین راوړي او هغوی وسلې او خوراکي توکي راوړي او د وسله والو د مړیو جسدونه او د هغوی ټپیان انتقالوي دا خبره ښکاره ده له مرکزي حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته پر وخت وسلې او نور پوځي تجهیزات ورسوي."

د پکتیا د ولایتي شورا یو بل غړی ډاکتر علم میر د دغه موضوع په تایید سره خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جدي اقدام ونه کړي نو د دغې ولسوالي خلک به د وسله والو مخالفینو سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو غربي رسنیو د راپور له مخې حقانې شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارو له لارې هڅه کوي چې د ډیورند کرښې له هغې غاړې د افغانستان جنوب ختیځ ته خپل مرکزونه انتقال کړي.

​ له دې څخه وړاندې هم افغان امنیتي چارواکو ویلي وو چې طالبان غواړي په هلمند کې خپل نفوذ زیات کړي او د کوټې شورا دغه ولایت ته انتقال کړي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي وايي، که چېرې حکومت د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جدي اقدام ونه کړي د لویې پکتیا په شمول به کابل هم له ګواښ سره مخ شي.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وایي، هغه راپورونه چې ګڼې د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته پاکستاني هلیکوپټرې اکمالات کوي بې خبرې څرکنه کړه خو ډاډ یې ورکړ چې ډېر ژر به د پکتیا جاني خېلو ولسوالي د وسله والو مخالفینو له موجودیت څخه پاکه شي.

رادمنش: ډېر ژر به د پکتیا جاني خېلو ولسوالي د وسله والو مخالفینو له موجودیت څخه پاکه شي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:

"په دې اړه اوس موږ ته راپور نه دی را رسېدلی ځکه موږ جاني خېلو ولسوالۍ ته نږدې یو، زه تاسو ته ویلي شم چې ډېر ژر به د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې ګواښونه مهار کړو."

په عین حال کې پوځي کارپوه باري عارض وايي چې د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره لازمه ده څو افغان امنیتي ځواکونه د ناټو ځواکونو څخه مرسته وغواړي.

نوموړی وايي، هغه ګنکوسې چې پاکستان غواړي د افغانستان جنوب ختیځ ته د حقانې شبکه مرکز انتقال کړي رښتیا ثابته شي په هغه صورت کې به افغانستان له یوه جدي سرخوږي سره مخ شي.

راپور:مرضیه احمدزۍ