عبدالله: هېواد کې د بې‌سوادۍ لوړه کچه نور د زغم وړ نه‌ده

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي په هېواد کې د بې‌سوادۍ لوړه کچه نور د زغم وړ نه‌ده.

عبدالله د سواد ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډه کې پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د بې‌سوادۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې خپل مهم رول ولوبوي:

"زه باور لرم هغه رول چې علما په دې برخه کې لري چې لوبولی یې هم دی ډېر اساسي دی، هر کله چې د علم او د زده‌کړو دروازه تړل کېږي په حقیقت کې هغه د تیارو د بلنې په معنا ده."

اجرائیه رئیس وايي د هر ښوونځي تړل د ظلمت او تیارو د دروازې د پرانیستلو په معنا ده او ټول افغانان باید په دې برخه کې ځان مسؤل وګڼي.

د سپټمبر اتمه د سواد له نړیوالې ورځې سره برابره ده خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې روانه اوونۍیې د بې‌سوادۍ د له‌منځه وړلو په نامه نومولې ده.