چارواکي: د هلمند نهرسراج کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي دافغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د دغه ولایت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي چې په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو قوماندان ملارحمت الله د ۳۰ نورو ملګرو سره وژل شوی او ملاناصر د خپلو ۴ ملګرو سره ټپي شوی دی.

د یو بل خبر له مخې ددې ولایت د موسی قلا ولسوالۍ لپاره د طالبانو پخوانی ولسوال او اوسنی د سرې قطعې قوماندان د خپلو دوو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

د هلمند والي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد وسله وال مخالفین تېره شپه د موسی قلا ولسوالۍ په چغالي سیمه کې د هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.

خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.