چخانسوري: د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه فرمان توشیح کېږي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، تر راتلونکو دوو ورځو پوري به د انتخاباتي نظام اصلاح په اړه تقینیني فرمان د ولسمشر غني لخوا توشیح شي.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه فرمان په یو شمېر تخنیکي مسایلو خبرې روانې دي او ډېر ژر به د انتخاباتو ترسره کېدو ته لاره هواره شي.

وروسته له هغه چې د افغانستان ملي شورا د انتخاباتي نظام د اصلاح په تړاو د افغان ولسمشر دویم تقینیني فرمان هم رد کړ د افغانستان حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د وړاندیز شوې طرحې متن چمتو کړ.

که څه هم افغان حکومت وایي، دې ته ژمن دی چې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په عملي کېدو سره به انتخابات روان کال ترسره شي خو د انتخاباتو د څار ټولنو په باور اوسنیو ستونزو ته په پام سره داسې نه‌ برېښي چې دغه انتخابات دې په خپل وخت ترسره شي.