غني: هغو کسانو اواز ته غوږ نه‎ږدم چې عواید یې د فساد له لارې وي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نور به د هغو کسانو اواز ته غوږ ونه‎نیسې چې عواید یې د فساد له لارې و او اوس یې دا عواید کم شوي دي.

ښاغلي غني پرته له دې چې د چا يا کومې مشخصې ډلې نوم واخلي وایي، دولتي عواید باید د یوې مشخصې کړۍ په لاس ورنه‎شي چې اصلاحاتو سره مخالف دي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ د کابل د خواجه رواش د هستوګنې د بلاکونو د پروژې پرانېستې پر مهال وویل، یو شمېر کسانو خپل عواید له لاسه ورکړي او په همدې دلیل په بېلابېلو نومونو غږ اوچتوي.

ولسمشر غني په ټينګار سره وویل، که له فساد سره مبارزه یې د ځان په بیه هم تمامه شي دغې لارې ته به دوام ورکړي.

ولسمشر وویل، که له فساد سره مبارزه یې د ځان په بیه هم تمامه شي دغې لارې ته به دوام ورکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"دلته یوه بېله کړۍ ده خو باید عواید د یوې محدودې ډلې په لاس ورنه‎شي چې ټوله ورځ د اصلاحاتو فحش ورکوي، دا عواید باید د افغانستان خلکو په لاس ورشي، ثبات د ټوپک له لارې نه راځي بلکې د خلکو له اعتماده په لاس راځي، نو په دې اساس تاسې باور ولرئ، هغه کسان چې چغې وهې د دې لپاره چې نور د میلیارډونو ډالرو خاوندان کېږي نه، خو زه د هغوی چغو ته پاملرنه نه کوم."

له اداري فساد سره مبارزه او د اصلاحاتو ژمنې هغه مسائل دي چې د ملي یووالي حکومت رهبرانو تر دې وړاندې هم کړي دي.

خو دا چې د ولسمشرغني هدف له دغو کړیو څخه څوک دي دا مو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې رئیس غلام حسین فخري څخه وپوښتل.

ښاغلي فخري سره له دې چې د دغو کسانو مشخص نومونه نه اخلي خو وایي چې په‎دې برخه کې یو شمېر اندېښنې موجودې دي.

فخري وايي:

"یو شمېر اصلاحات په څارنوالۍ او قضا برخو کې راغلي دي، همدارنګه هغه اصلاحات چې د ګُمرکونو په برخه کې راغلي او دا چې عدلي او قضایې مرکز جوړ شوی دا ټول هغه مسائل دي چې یو شمېرکسان یې له ګواښونو سره متوجه کړي او امکان لري چې یو شمېر کسان تبلیغات او تخریبات ترسره کړي او له دې برخې اندېښمن دي."

په همدې حال کې د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري هم د خواجه رواش ښارګوټې د پرانېستو پر مهال د اداري فساد په اړه یو شمېر مسائلو ته اشاره وکړه خو ټينګار یې دا و چې حکومت ژمن دی چې په‎دې برخه کې مبارزه وکړي.

په همدې حال کې یو شمېرهغه سوداګرچې د خواجه رواش ښارګوټي د پرانيستو په مراسمو کې برخه اخېستې وه وویل، که په هېواد کې د اداري فساد مخه ونیول شي دوی به په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

خو افغان ولسمشر ډاډ ورکړ چې له فساد سره به جدي مبارزه وشي.

راپور:ناجیه ساپۍ