د افغان هوايي ځواک تخنیکي او مسلکي ځان بسیاینې لپاره هڅې

د افغانستان له هوايي پوهنتون څخه د پنجشنبې په ورځ ۱۹۵نوي افسران فارغ شول.

د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د هېواد له استقلال، د خاورې له تمامیت او ثبات څخه د لازمې دفاع په خاطر هڅې تېزې شوي چې افغان هوايي ځواک د تخنیک، مسلک او کدرونو له پلوه، په ځان بسیا شي.

د دفاع وزارت مرستیال اقبال علي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له هوايي پوهنتون څخه د ۱۹۵ نوي افسرانو د فراغت په غونډه کې وکړې.

علي: د دې خاورې دښمنان د خپلو سیمه‌ییزو بادارانو له استخباراتي پلانونو سره افغانستان ته راننوتي.

ښاغلی علي وايي:

"د دې خاورې دښمنان د خپلو سیمه‌ییزو بادارانو له استخباراتي پلانونو سره افغانستان ته راننوتي، خو په دې نه‌پوهېږي چې افغان اتل ځواکونه‌یې پر وړاندې ولاړ دي. پر دغو ځوانانو چې نن په دغې لويه کورنۍ کې شامل شوي ټینګار کوم چې د دوی شعار باید دا وي چې موږ افغانان یو او په افغانستان کې اوسېږو."

د افغانستان د هوايي پوهنتون مسؤلینو وویل، دا له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې له دغه پوهنتونه د نويو افسرانو د فراغت دوهمه دوره ده.

مسؤلینو وویل، دا له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې له دغه پوهنتونه د نويو افسرانو د فراغت دوهمه دوره ده.

​د هوايي پوهنتون د چارواکو د معلوماتو له مخې فارغ شويو افسرانو د دې پوهنتون په یوه کلنه روزنیزه دوره کې د وسلو، هوایي راډیویي چارو، د الوتکې د تنې او ماشین او پروازونو، درسونه لوستي دي.

دا په‎ داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د وسله‎والو مخالفینو له پراخو بریدو سره مخ دی او افغان امنیتي مسؤلینو تل ویلي چې د مخالفینو د ځپلو لپاره کافي هوايي ځواکونه نه‌لري.

د دفاع وزارت چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې ورسره د امریکا د متحدو ایالاتو او هندوستان له‎خوا د یو شمېر جنګي الوتکو مرستې شوي دي.

د افغانستان له هوايي پوهنتونه د نویو افسرانو د فراغت په مراسمو کې په افغانستان کې د مېشتو ائتلافي ځواکونو په استازیتوب جنرال ډېوېد هېکس ژمنه وکړه چې د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هېکس: تاسې د افغان هوايي ځواک او پوځ راتلونکي لارښودونکي یاست.

ښاغلي هېکس زیاته کړه:

"تاسې د افغان هوايي ځواک او پوځ راتلونکي لارښودونکي یاست. ائتلافي ځواکونه او د دوی همکاران د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره تاسې سره اوږه په اوږه ولاړ دي."

د هوايي پوهنتون د نویو فارغ شویو افسرانو څخه حکمت‌الله وردګ له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې محصلینو ته دې د روزنې پر مهال، د عملي کارونو زمینې هم برابرې شي.

دا هغه غوښتنه ده چې د دې پوهنتون استادان وايي، په پام کې نیول شوې ده.

د افغانستان د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ د معلوماتو له مخې د دې پوهنتون بنسټ په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د شاه امان‌الله په واکمنۍ کې کېښودل شوی دی.

کارپوهان وايي، د افغانستان پر وړاندې د روانې جګړې د مخنیوي لپاره غوره لار، د هېواد د هوايي ځواکونو پیاوړتیا ده.

راپور: خان محمد سیند