د کندز الچین پُل د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو

د کندز الچین پُل له بیارغونې وروسته د ترافیکو پر مخ خلاص شو.

د کندز والي اسدالله عمرخېل تېره ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې د ملي پوځ ځواکونه وتوانېدل چې پر دغه پُل باندې د استحکام پُل نصب او د کندز–شیرخان بندر لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

نوموړي وویل، دغه پُل د څه باندې ۴۰ مترو په اوږدوالي وېجاړ شوی وو او په وینا یې چې ډېر ژر به دغه پُل په اساسي ډول ورغوي.

د الچین پُل د ۳۰۰ متره اوږدوالي په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او دغه پُل د کندز مرکز له شیرخان بندر سره نښلوي.

د الچین پُل کابو درې اوونۍ وړاندې د وسله‎والو طالبانو له‎خوا پر بمونو الوزول شوی وو.

خو ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د الچین پُل وسله‎والو طالبانو نه‌دی ویجاړ کړی.