چارواکي هیله‌من دي چې جاني‎خېل ولسوالۍ به له طالبانو ونیسي

په پکتیا کې افغان چارواکي هیله‌من دي چې نن به جاني‎خېل ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي.

دا ولسوالۍ اوونۍ مخکې طالبانو ونیوله.

د پکتیا والي ویاند نقیب احمد اتل ازادي راډیو ته وویل:

"له مرکز کابله تازه دمه سرتېري راغلي دي. د ولسوالۍ درې یا دوه کېلو مترۍ ته رسېدلي دي او هره شېبه داسې هیله شته چې دغه ولسوالۍ د وسله‎والو له موجودیته پاکه شي."

افغان چارواکي په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې د تېرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې د شاوخوا ۱۷۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي، خو طالبان وایي چې دوی حکومتي لوري ته درانه تلفات اړولي دي او د ولسوالۍ مرکز د دوی په لاس کې دی.