غني: م.م دې د افغانستان له انتخاباتو سره تخنیکي مرسته وکړي

افغان ولسمشر له ملګرو ملتونو غوښتي چې د انتخاباتي حوزو او د تک کرسي سیسټم په اړه له افغانستان سره تخنیکي مرسته وکړه.

د جمهوري ریاست له‎خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف ‎غنې پرون په دې اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما د انتخاباتو څانګې له تخنیکي پلاوي سره خبرې وکړې.

د خبرپانې له مخې د پرنیلاکاردیل په مشرۍ د دغه هئیت مشرې ویلي چې له افغانستان سره هر ډول همکاري ته چمتو دي.

د افغانستان کابینې په وروستیو کې د انتخاباتو د قانون مسوده تصویب کړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د روان کال د تلې میاشتې په ۲۴مې نېټه ترسره شي.

که څه هم د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش ویلي چې حکومت دې ته ژمن دی چې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په عملي کېدو سره به انتخابات روان کال ترسره شي خو د انتخاباتو د څار ټولنو په باور اوسنیو ستونزو ته په پام سره داسې نه‌برېښي چې دغه انتخابات دې په خپل وخت ترسره شي.