غور کې د پولیو ضد واکسین نه‌تطبیق کېدو په اړه اندېښنې

د غور روغتیايي چارواکي وايي امنیتي ستونزو د دغه ولایت په ګڼ شمېر سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو مخه نیولې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر محمد نسیم دولتي ازادي راډیو ته وویل چې په دوو ولسوالیو کې څه د پاسه ۳۷۰۰۰ ماشومان د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد واکسین نه محروم شول.

ښاغلی نسیم وايي:

"په دې دوره کې د پسابند ولسوالۍ کې ۲۵۴۰۰ او د تیوره ولسوالۍ کې ۱۱۸۵۰ماشومان له واکسین څخه محروم شول."

دا یوازې غور نه بلکې د کونړ او ننګرهار په ځينو سیمو کې هم د مخالفینو د ګواښونو له امله ماشومان د پولیو ضد واکسین له کمپاین څخه بې‌برخې شوي دي.

د ماشومانو د فلج یا ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د معافیت واکسین کمپاین د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت په خپله انټرنټي پاڼه کې لیکلي چې په دې دوره کې به ټول نهه میلیونه او پنځه سوه زره ماشومان واکسین شي.