کري: پاکستان دې ترورېستان له پټنځایونو بې‌برخې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې اړتیا لري له نورو هېوادونو سره یوځای شي.

جان کري حقاني شبکې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې فعالیت کوي او لشکر طیبه ته چې په هند کې په بریدونو تورنه ده، له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې دغه ډلې په خپله خاوره کې له پټنځای څخه بې‌برخې کړي.

جان کري دغه‌راز له پاکستان څخه وغوښتل چې په خپلو پولو کې د ترهګرۍ د ځپلو په خاطر له نورو هېوادونو سره یوځای شي.

هغه وايي، د ښو او بدو ترهګرو تر منځ هېڅ توپیر نه‌شته.

ده د ترهګرۍ ټول ډولونه وغندل او زیاته‌یې کړه:

کري: د ښو او بدو ترهګرو تر منځ هیڅ توپیر نشته.

"موږ نه‌شو کولای د ښو او بدو ترهګرو تر منځ توپیر وکړو، ترهګري، ترهګري ده او اهمه نه‌ده چې له کومه ځایه راځي او څوک‌یې کوي."

د افغانستان ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له ازادي راډیو سره خبرو کې د جان کري څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې پاکستان تر اوسه د ترهګرۍ د ځپلو لپاره لازم اقدامات نه‌دي کړي.

فیصل زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د امریکايي لوړپوړي ډیپلومات له دریځ سره همغږی دی.

فیصل: د افغانستان حکومت د امریکايي لوړپوړي ډیپلومات له دریځ سره همغږی دی.

هغه زیاته کړه:

"باالکل، افغانستان د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د مبارزې غوښتونکی وو خو په تأسف سره هغه څه چې باید تر اوسه شوي وای نه‌دي شوي، لا هم د ترهګرو ملاتړ کېږي، خو په افغانستان او سیمه کې د امن په خاطر باید د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په خاطر سیمه‌ییزه همکاري رامنځته راشي."

د پاکستان چارواکو پخوا په وار وار ویلي چې د ترهګرو د له‌منځه وړلو په موخه‌یې اقدامات ترسره کړي او د افغانستان په ګډون‌یې له نورو هېوادونو سره هم مرسته کړې ده.

داسې ښکاري چې د پاکستان دغې ډاډګېرنې د امریکايي چارواکو قناعت نه‌دی تر لاسه کړی.

د دغو چارواکو په باور، پاکستان د ثمر لرونکو هڅو اجرأ ته اړتیا لري.

ښاغلي کري وویل چې په راتلونکې میاشت کې، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې، امریکا له هند او افغانستان سره درې اړخیزې خبرې کوي او موخه‌یې د افغانستان باثباته کول دي.

د روېټرز د رپوټ له مخې ده وویل چې امریکا د جمهور رئیس غني او د اجرائیه رئیس عبدالله تر منځ د اختلافاتو د حل لپاره کار کوي.

د ښاغلي کري په باور په دغو خبرو کې د هند ګډون به د دغو هڅو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي او د افغانستان د حکومت مشرانو ته به د یوه باثباته او یو موټي افغانستان اهمیت لا روښانه کړي.

هغه زیاته کړه اسلام‌اباد باید د دغې پلان شوې ناستې په خاطر ځان منزوي یا ګوښه کړی احساس نه‌کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري دا خبرې پرون په نوي ډهلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په یوې مطبوعاتي ناسته کې وکړې.

مېرمن سواراج په خبري ناسته کې وویل چې له امریکايي سیال سره پرېکړې ته ورسېدل چې هېوادونه باید دوه ګونی سیاست پر مخ یونسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، په ممبي باندې د ۲۰۰۸ کال برید او په تېر جنوري کې د پنجاب په هوايي اډه د برید طرح کوونکي باید عدالت ته وکاږل شي.

هند د دواړو بریدونو مسؤل پاکستان بولي.

له پاکستان سره هم د هند او هم د افغانستان اړیکې خړې پړې بلل کېږي.

خو هند له افغانستان سره نیکې اړیکې لري.

د روېټرز رپوټ له مخې، په تېرو پنځلسو کلونو کې له افغانستان سره د هند اقتصادي مرستې له دوو ملیاردو ډالرو نه اوړي.

هند په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې افغانستان ته به نوره وسله هم په اختیار کې ورکړي.