پکتیکا کې د سلیمان غر کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د تېرې سې شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د سلیمان غر په نوم کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

په یاده مشاعره کې د ځايي چارواکو همدرانګه د پکتیا، میدان وردګو او غزني ولایتونو څخه د یو شمېر فرهنګپالو مېلمنو سربېره په خپله د پکتیکا ولایت سلګونو شاعرانو او د ادب او فرهنګ مینه‌والو برخه اخیستې وه.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت په خپلو خبرو کې دا ډول مشاعرې د ځوانانو او فرهنګیانو تر منځ د ملګریتوب په ټینګولو کې ډېرې ګټورې او اغېزمنې وبللې.

ده وویل چې دوی یوازې په مرکز ښرنه کې د دې مشاعرې په جوړولو بسنه نه‌کوي، بلکې غواړي دا بهیر ولسوالیو ته وغځوي اوکلیوالي او اطرافي کسان هم په دې بهیرونو ورګډ کړي.

وحدت: موږ غواړو دا بهیر ولسوالیو ته وغځوو اوکلیوالي او اطرافي کسان هم په دې بهیرونو ورګډ کړو.

د پکتیکا والي الیاس وحدت زیاته کړه:

"موږ به پکتیکا کې فرهنګي بهیر غښتلی کوو، موږ به کوښښ کوو چې دا بهیر له دې ځایه ولسوالیو ته وغځېږي، ګټه به‌يې دا وي چې د ښاري او اطرافي سیمو د ځوانانو تر منځ به یو تړون رامنځته کړي، د فرهنګي فعالیتونو یوه ګټه دا ده چې ځوانان په خپلو کې سره یو کوي، د دوی د ملګرتیا سره‌یې فکرونه ملګري کېږي چې فکرونه‌يې ملګري شي کارونه‌يې ملګري شي او کله چې دوی یو بل ته لاسونه سره ورکړي نو پر ستونزو بریاوې ترلاسه کېږي."

د سلیمان غر کلنۍ مشاعرې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني هم پیغام استولی وو چې د بشیر محمدي له‌خوا ولوستل شو.

په پیغام کې له پکتیکاوالو غوښتنه شوې وه چې د فرهنګي او کلتوري میراثونو او ابداتو په ساتنه کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي او په خپله سیمه کې دې، د کلتوري او رسنیزو برخو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د غزني ولایت د کلیوال ادبي ټولنې مشر مجید ژړاند په خپلو خبرو کې دا ډول سترې مشاعرې او ادبي ناستې د فرهنګیانو په منځ کې د بېلابېلو افکارو او تجربو د شریکولو لپاره د یو فرصت په توګه یاد کړ.

ده له شاعرانو غوښتنه وکړه چې په خپلو شعرونو کې دې د نورو مسئلو پر ځای د ټولنې شته ناخوالې منعکسې کړي او په خلکو کې دې د سوله‌ییز ژوندانه مفکوره خوره کړي.

په دې مشاعره کې د نورو شاعرانو تر څنګ عبدالعزیز سرتېر، قرار او عبدالباري نعیمي هم خپل شعرونه ولوستل:

"​۱-لکه دا شنه زرغونه ښکلې یو د لمر په رڼا

مناسب نه‌دي، چې احسان باروي ستوري پر موږ"

"۲-چې دیدن ته دې درځم بسم‌الله وایم

په هر ګام، په هر قدم بسم‌الله وایم

ما يې ډېر برکتونه دي لیدلي

که څه راخلم که څه ږدم بسم‌الله وایم"

"۳-چې په‌کې ګل شي، ستا د غونډې زنې شنه خالونه

هغه سپرلي ته انتظار وکړه

چې ته اوربل خوروې، زه پرې درشیندم ګلونه

هغه سپرلي ته انتظار وکړه."

د یادې مشاعرې یو برخه ټنګ ټکور او موسیقۍ ته ځانګړې شوې وه، په یاده مشاعره کې ځینو شاعرانو خپل او د نورو شاعرانو شعرونه د ترنم په انداز وړاندې کړل چې ګډونوالو په چکچکو بدرګه کول، رحیم‌الله حسیني هم د سلیمان غر د کلنۍ مشاعرې ګډونوالو ته په زړه پوری ترنم وکړ.

راپور: نجیب‌الله الوخېل