افغان حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشیح کړ

جمهوري رياست وايي، افغان حکومت اطلاعاتو ته د لاسري قانون توشيح کړ او په دې اړ د رسنيو له استازو سره بحثونه او خبرې پيل شوي دي.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي د رسنيو د کارکوونکو په غوښتنه ولسمشر محمد اشرف غني د اطلاع رسونې، د خبريالانو د ستونزو د حل او د بيان د ازادۍ د غښتلتيا لپاره مفصل حکم خپور کړ.

په دغه حکم کې د موظفو نهادونو له طريقه د مطبوعاتي سرغړونو د څېړنې غوښتنه شوې ده.