بیدار: تېرو ۸ میاشتو کې ښځو سره د تاوتریخوالي۲۶۲۱ پېښې ثبت شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې یې له ښځو سره د تاوتریخوالي له دوه نیم زرو زیاتې قضیې ثبت کړي دي.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښې په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"زموږ سیمه ییزو دفترونو په تېرو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۲۱ مورده ثبت کړي دي."

ښاغلي بېدار وايي چې په دغه قضیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، قتل، جنسي تېري او نور موارد شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ښځو چارو وزارت ویلي چې د تېرکال د همدې مودې په تناسب روان کال له ښځو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې کموال راغلی دی.