امریکا او هند دفاعي هوکړې لاسلیک کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هندوستان ته ورسېد، هندوستان ته د دې درې ورځني سفر پر مهال به جان کري د امریکا او هندوستان تر منځ په ستراتيژيک او سوداګريز بحث کې ګډون وکړي.

له کري سره په دې سفر کې د امریکا د اقتصاد وزیر هم شامل دی.

دوی د امریکا او هندوستان تر منځ د سوداګريزو اړيکو او همداراز له پاکستان سره د کشمیر په اړه پر موضوعاتو بحث کوي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي چې دوی به د هندوستان او امریکا تر منځ د ۵۰۰ مليارده ډالرو په لګښت د لويې کچې سوداګريزو پلانونو په اړه خبرې وکړي.

​دی به په هندوستان کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د هندوستان ولسمشر نارېندرا مودي له‌خوا پیل شوي ستراتيژيک او سوداګريز بحث کې ګډون وکړي چې له مخې به‌يې دواړه هېوادونه د يو بل پوځي اډو د کارولو اجازه ولري.

ستراتيژيک او سوداګريز بحث هغه فورم دی چې د امریکا او هندوستان تر منځ د ګډو امنيتي او اقتصادی لومړيتوبونو د پرمختيا لپاره جوړ شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر او د ده هندي سيال منوهر پريکار د چين د زیاتېدونکو پوځي هڅو په مخالفت کې دفاعي موافقې لاسلیک کړي دي.

کارټر وويل، دا موافقه به د دوی د ځواکونو تر منځ ګډ عملیات اسانه او نور هم چټک کړي.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د هندوستان د اقتصاد وزیر پيني پريتزکار د سې شنبې په ورځ د خپلو خبرو پر مهال د کشمير د لانجې د حل په اړه هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده د هندوستان د ملي امنيت له سلاکار اجيت دوول سره په خبرو کې هم د کشمير او همداراز افغانستان په اړه خبرې وشي.

کري او مودي سبا چهارشنبې سره ویني

جان کري له صدراعظم مودي سره د چهار شنبې په ورځ ويني.

دا خبره يوه امریکايي چارواکي رويټرز خبري اژانس ته کړې.

​دغه امریکايي چارواکي همداراز ويلي چې کري به هندوستان وهڅوي چې له پاکستان سره د کشمير په اړه خبرو ته کېني.

د یادولو وړ ده چې هندوستان له افغانستان سره په تېرو پنځلسو کلونو کې د دوه ملیارده ډالرو په لګښت اقتصادي مرستې کړي دي او په دې وروستيو کې افغانستان ته نورې وسلې هم ورکوي.

کري پرون دوشنبې په یوه ورځنی سفر بنګله دېش ته تللی و.

تر دې مخکې جان کري بنګله‌دېش ته د يوې ورځې لپاره سفر کړی و.