ترشتوال: د مشرانو تر منځ اختلاف د حکومت او خلکو په ګټه نه‌دی

د افغانستان د حراست او ثبات شورا وايي، د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ اختلاف د حکومت او د خلکو په ګټه نه‌دی.

د دغې شورا ویاند مسعود ترشتوال نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا ډول اختلافونه کولای شي چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن نور هم زیات کړي.

ښاغلي ترشتوال زیاته کړه:

"اختلافونه یوې خواته کړئ، اختلافونه د هېواد او خپله د دوی په ګټه نه‎دي، نو اړینه ده چې ټول یو بل ته لاسونه سره ورکړو، د ملي ګټو او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره کار وکړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره ورځ اجرائیه ریاست ازادي راډيو ته ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په درېیمه مخامخ ناسته کې په یو شمېر مواردو توافق کړی او روانه اوونۍ به د عملي کېدو لپاره عملاً ګامونه اوچت شي.