رادمنش: د جاني‌خېلو نیولو لپاره تازه دمه ځواکونه استول کېږي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره به ډېر ژر نور تازه دمي ځواکونه یادې ولسوالۍ ته واستول شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل، د یادې ولسوالۍ د نیولو لپاره لا له وړاندې عملیات پیل شوي او دا مهال افغان ځواکونه ولسوالۍ ته په غځېدلې لار د ماینونو په شنډولو بوخت دي.

ښاغلی رادمنش وايي:

"له څمکنو تر جاني‌خېلو ولسوالۍ پورې ۲۵ کلومتره واټن دی، لومړی باید یاده لاره له ماینونو پاکه او بیا وروسته ځواکونه سیمې ته داخل شي، امکان لري چې نن یا سبا دا کار وشي."

ښاغلي رادمنش زیاته کړه وسله‌والو مخالفانو له جګړې وړاندې یادې ولسوالۍ ته غځېدلې ټولې لارې په ماینونو پوښلي او هم د ملکیانو له کورونو څخه د سپر په توګه استفاده کوي.

د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ څلور ورځې وړاندې له سختو جګړو وروسته د افغان ځواکونو له کنټرول ووتله او دا مهال د طالبانو په ولکه کې ده.