د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نوې ډیلي ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نوې ډیلي ته رسېدلی څو دغلته په ستراتیژیکو او تجارتي خبرو اترو کې برخه واخلي.

جان کري به په هندوستان کې درې ورځې تېرې کړي.

نوموړی به د چهارشنبې په ورځ د هندوستان له صدراعظم نرېندرا مودي سره وګوري.

همداراز تمه کېږي چې نوموړی به د دې سفر پر مهال د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج او یو شمېر نورو چارواکو سره هم خبرې اترې وکړي.

د امریکا او هندوستان د سوداګرۍ شریکې خونې د وړاندوینې پر اساس، نوې ډیلي غواړي له واشنګټن سره خپله تجارتي راکړه ورکړه چې دا مهال سل میلیونه ډالره ده، ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته زیاته کړي.