د زعفرانو کښت د افغان مېرمنو پر اقتصادي ژوند ښه اغېز کړی

د کرنې وزارت مسؤلین وایي چې د زعفرانو کښت د افغان مېرمنو پر اقتصادي ژوند ښه اغېز کړی دی.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان هغه سیمې او ولایتونه چې د زعفرانو د کښت لپاره مناسب چاپیریال لري، د دوی د ځانګړو پروګرامونو له مخې د زعفرانو د کښت په خاطر، له ځایي کروندګرو سره شوو مرستو ښه پایله ورکړې.

ښاغلي راشد زیاته کړه چې د زعفرانو د کښت او پروسس په برخه کې تر ټولو ډېره ونډه د ښځو ده، په تېره هغه ښځې چې له ناسم اقتصادي حالته زورېدلې، خو د نوموړي په وینا اوس یې اقتصادي وضعیت ښه شوی او په خپلو کروندو کې د زعفرانو په کښت، راټولونه او پروسس بوختې دي.