شریفي: د انس حقاني په څېر نور مجرمین دې هم په اعدام محکوم شي

د افغانستان د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون وايي، د انس حقاني په څېر یو شمېر نور مجرمین هم باید په اعدام محکوم شي.

که څه هم د انس حقاني په اعدام د محکومېدو په اړه عدلي او قضايي بنسټونه له څه ویلو ډډه کوي، خو باوري سرچینې یې نه‌ردوي او وايي چې انس حقاني د ابتدائیه محمکې له‌خوا په اعدام محکوم شوی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون وايي چې انس حقاني په زیاتو خونړیو حملو کې لاس درلود او که په اعدام محکوم شوی وي نو هرکلی یې کوو.

د دغه کمېسیون رئیس سید محمد حسن شریفي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هر هغه څوک چې د بې‌ګناه افغانانو په وژنه کې لاس لري باید اشد مجازات شي.

ښاغلي شریفي زیاته کړه:

"هغه کسان چې د بې‌ګناه افغانانو په وینو یې لاسونه سره وي او د لسګونو قتلونو او جرمونو مرتکبین وي، باید په اشد مجازات چې اعدام دی محکوم شي."

د حقاني شبکې موسس جلال الدین حقاني

انس حقاني د حقاني شبکې د مؤسس جلال‌الدین حقاني کشر زوی دی چې په ۲۰۱۴ میلادي کال د اکتوبر په څوارلسمه ونیول شو.

په داسې حال کې چې عدلي او قضايي بنسټونه په اعدام د انس حقاني د محکومېدو په اړه څه نه وايي، خو د افغانستان ستره محکمه وايي، د قوانینو له مخې د محکمې او د تورن کس له اجازې پرته په دې اړه رسنیو ته څه نه‎شي ویلای.

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان د کابل ابتدائیه محکمې له دې پرېکړې څخه د هرکلي په ترڅ کې ټینګار کوي چې د حقاني شبکه او غړي یې په افغانستان کې په مرګونو حملو کې لاس لري.

له دې ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل چې عدلي او قضایي بنسټونه باید په دې برخه کې له پوره صلاحیته کار واخلي او د چا خوا بدۍ ته ونه‌ګوري.

رنجبر : عدلي او قضایي بنسټونه باید په دې برخه کې له پوره صلاحیته کار واخلي.

ښاغلي رنجبر زیاته کړه:

"حقاني د پاکستان د «ISI» یوه وسیله ده او هر رقم دستور چې «ISI» یې ورکوي هغه سرته رسوي، که محکمه په دغه کس باندې د اعدام حکم صادر کړي او یا نه، افغان حکومت باید قوانین تطبیق کړي، په داسې کسانو چې دوی خپله د پردیو وسیله دي، داسې فکر باید ونه‎شي چې دوی به خوابدي شي."

د یادونې وړ ده چې د روان کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه د کابل په پُل محمود خان سیمه کې د لوړپوړو چارواکو د ساتونکو پر ادارې تر خونړۍ انتحاري او وسله‎والې حملې وروسته چې سلګونو کسانو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله، افغان ولسمشر د ملي شورا په غونډه کې ژمنه وکړه چې په اعدام د محکوم شویو مجرمینو دوسیې به لاسلیک کړي.​

راپور: رحمت‌الله افغان