اطلاعاتو ته د لاس‎رسي د فرهنګ دودولو کمپاین پیل شو

سیداکرام افضلي

اطلاعاتو ته د لاس‎رسي د فرهنګ دودولو او پیاوړتیا په نوم نن یو سراسري کمپاین پیل شو.

دغه کمپاین اطلاعاتو ته د لاس‎رسي د څار کمېسیون له لوري پیل شوی او هدف یې دا دی چې خلک اطلاعاتو د لاس‎رسي په اړه معلومات پیدا کړي.

د دغه کمېسیون رئیس سیداکرام افضلي نن خبریالانو ته وویل چې اطلاعاتو لاس‎رسی د ټولو هېوادولو حق دی او باید حکومت په‎دې برخه کې کار وکړي.

نوموړي وویل، که چېرې په خپل وخت اطلاعات د رسنیو په واک کې نه ورکول کېږي دوې به په‎دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسیون کال مخکې په کار پیل کړی او دنده لري چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د زمینو په برابرولو نظارت وکړي.