د پولیو ضد کمپاین نن دوشنبه ټول افغانستان کې پیل شو

د پولیو ضد ملي کمپاین نن په ټول افغانستان کې پیل شو او ټاکل شوې چې تر پنځو ورځو پورې دوام وکړي.

په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې دا د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین درېیم ملي کمپاین دی چې د شاوخوا ۶۵ زره روزل شويو واکسیناتورانو له‎خوا په ټول هېواد کې تطبیقېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روانې وږې یا سنبلې میاشتې تر ۱۲ نېټې د دې ملي کمپاين په ترڅ کې به رضاکار واکسیناتوران په پنځو ورځو کې په ټول هېواد کې هغه ماشومان چې عمرونه‌یې پنځه کاله یا له هغه کم وي واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون‌یې خپره کړه ویلي دي چې د هوا د بدلون په دې موسم کې د پولیو ویروس خورا زیات فعالېږي او خطرناک وي نو ځکه دا کمپاین مهم دی.

پولیو علاج نه‎لري خو ډاکټران سپارښتنه کوي چې یوازې د پولیو ضد واکسین ماشومان له دې ناروغۍ څخه ژغورلی شي.