لغمان کې د ۳۲ ښوونځيو د احاطې جوړولو چارې پيل شوې

د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۲ ښوونځيو د احاطې جوړولو چارې پيل شوې.

په همدې تړاو د یکشنبې په ورځ جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل، د ۷۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د لغمان ولایت په پنځه‌ګونو ولسوالیو کې هم مهاله د ۳۲ ښوونځيو د احاطو او یوه ښوونځي د برېښنا شبکې د جوړولو چارې پيل شوې او په نېږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلي نعیمي زیاته کړه:

"د پرله‌پسې هڅو وروسته د ښوونځيو د احاطې دېوالونه د پوهنې وزارت ایکویپ برنامې له لارې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړېږي چې د جوړېدو چارې به‌یې په درېيو میاشتو کې بشپړې شي."

نوموړي وويل، د دغو دوه دېرشو ښوونځیو له جملې چې احاطوي دېوالونه ورته جوړېږي، پنځه‌یې په مرکز، شپږ یې په قرغیو، شپږ یې په دولت شاه، اته‌یې په الینګار، شپږ یې په الیشنګ او دوه‌یې په بادپښ ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د لغمان ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په پام کې لري چې د دې ولایت د نورو ښوونځيو د تعميراتي ستونزو حل په هدف د پام وړ رغنیزې پروژې عملي کړي.