د کونړ په ۱۵ ولسوالیو کې به د پولیو واکسین کمپاین پیل شي

په پام کې ده چې د کونړ په ۱۵ ولسوالیو کې د پولیو یا د ماشوم ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شي.

د کونړ ولایت عامې روغتیا رئیس ازادي راډیو سره په خبرو کې له وسله‎والو مخالفینو او خلکو غوښتنه وکړه چې له روغتیایي ټیمونو سره په‎ دې برخه کې مرسته وکړي.

ده وویل:

"د پولیو واکسین پرواګرام سیاسي نه‌دی. دا د ماشومانو حق دی او د دوو څاڅکو واکسین په تطبیق دوی په دایمي ډول د ګوزڼ له ګواښ څخه خلاصېږي."

ډاکټر فضلي وویل چې نهه زره ماشومان باید د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راشي.

همدا مهال د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوي دي.