د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په هېواد کې د جګړې په پراخېدو سره پوهنیز نظام ته هم زیان اوښتی.
د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد نن ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال ۷۰۰ ښوونځي د ناامنیو له امله تړل شوي وو او سږکال ممکن دا شمېر زیات شي.
دې سره هم مهاله په افغانستان کې د پوهنیز نظام د پراختیا په برخه کې د قلم لار په نوم فعاله ټولنه وايي چې د دوی د څېړنو له مخې دا مهال شاوخوا ۱۳۰۰ ښوونځي تړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې پر ښوونځیو حملې ډېرې شوي او د شته ګواښونو له امله ګڼ شمېر یې تړل شوي دي.