د افغانستان او چین ترمنځ د اوسپني پټلۍ پرانیستل شوه

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایو وزارت وایي چې د افغانستان او چین ترمنځ د اوسپني پټلۍ پرانیستل شوه.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پټلۍ په فعالیدو سره به د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ سطح لوړه او د اموالو بیې به هم ټیټي شي:

"د اوسپني پټلۍ چې له چین څخه افغانستان ته داخیلېږي د افغاني اموالو په صادراتو کې به اسانتیاوي رامنځ ته کړي او د افغانستان تازه او وچي میوې چې په چین کې ښه بازار لري هغه هېواد ته به صادرې شي او د اموالو پربیو به هم مثبت اغېز ولري."

ښاغلی قوقندي وایي چي دا د افغاني مالونو د صادراتو لپاره یوه ښه بدیله لاره ده.

له چین څخه د اوسپني پټلۍ به له ترکمنستان او ازبکستان څخه تېرېږي او د بلخ ولایت د حیرتانو بندرته به رارسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې تر راتلوونکو دوو میاشتو پوري به د لاجوردو لار هم د افغان ولسمشر له خوا پرانیستل شي.