اماني: د سرپل سنچارک کې ۳۲ وسله وال وژل شوي

د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، افغان ځواکونو په سانچارک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو مهم پټن ځایونه په نښه کړې دي.

د دغه ولایت ویاند ذبیح الله اماني نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ځواکونو په دغو هوایې حملو کې ۳۲ وسله وال مخالفان وژل شوې او ۱۵ نور ټپیان دي.

خو وسله وال مخالفانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې سخته جګړه روانه ده او ویل کېږي چې تراوسه سلګونه کورنۍ د خپلو کورنیو پرېښودو ته اړې شوې دي.