هلمند کې د طالبانو د ماین جوړولو پر فابریکې برید شوی

د هلمند ولایت په چاه انجير سيمه کې په هوايي حملو کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه له منځه تللې او څلرويشت وسله وال وژل شوي دي.

دا خبرې د دوه سوه پنځم ميوند قول اردو د قومندانۍ د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو امريت په یوه اعلاميه کې کړې ده.

په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د عملیاتو پر مهال د ماين جوړولو دغه کارخانه چې په شا ول سیمه کې فعاله وه، له منځه تللې ده.

د قاري يوسف احمدي په نامه يو کس چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوی، رسنیو ته په لېږلې اعلاميه کې ادعا کوي چې دا عمليات د طالبانو پر يوه زندان تر سره شوي دي او پکې ۲۲ افغان سرتېري چې د طالبانو له خوا برمته نیول شوي وو، هم وژل شوي.