ترکیه کې موټربم چاودنې ۸ کسان وژلي

په ترکيه کې په يوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

چاودنه پرون د سوريې او عراق پولې ته نږدې په جيزرې ښار کې شوې.

په دغه ښار کې اکثريت اوسېدونکي کردان دي.

د چاودنې له کبله د جزرې پوليسو حوزې ته سخت زیان رسېدلی.

د دولتي انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دا حمله د کردستان کارګر ګوند له خوا شوې.

دغه ډله د ترکيې، اروپايي اتحادیه او امریکا له خوا تروريستي ډله اعلان شوې ده.