د هلمند جګړه او تر شاه یې بشري ناورین

ایا وسله والو د هلمند د جګړې له امله رامنځته شوی بشري ناورین محاسبه کړی و؟

که له یوې خوا په هلمند کې د جګړې د دواړو غاړو سلګونه کسان ووژل شول، په سلګونه پلچکونه او ګڼ شمېر لارې تخریب شوې، نو له بلې خوا په زرګونو بېځایه شوي کورنۍ مرستو،سرپناه، صحي خوړو او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

هغه جګړه چې وسله والو يې خپل حاکمیت د لښکرګاه تر پولو ورسوی، په دومره ستربشري ناورین ارزېدله؟

د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي د هلمند د دې وروستیو جګړو له امله درامنځته شوي بشري ناورین په اړه دا راپور چمتو کړی:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الیاس داعي راپور