پکتيا فرهنګپال: اطلاعات او فرهنګ وزارت زموږ فرهنګ له‎منځه وړي

د پکتيا محلي هنرمندان شکايت کوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دوی په سپېره غولي پرې اېښي او د نورو ولايتونو په پرتله له دوی سره د مور او ميرې سلوک کوي.

په خبره‌يې د دوی زړه موسيقي يې له پامه غورځولې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې يې د دوی هغه پخواني تشکیلات له‎منځه وړي او ورځ تر بلې يې محلي موسيقي د له‎منځه تلو په حال کې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دروازې مخ ته ولاړ محافظ رحيم ګردېزی چې پخوا د موسيقارانو د اتحاديې مشر او د موسيقۍ برخې مدير وو، وايي:

"د پکتيا ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د محافظ په صفت دنده لرم، پخوا د موسيقۍ اتحاديې مسؤل وم او دلته رياست کې مدير وم، د ولسواليو او د پکتيا مربوط ټول هنرمندان به مو راټولول او جلسې به مو سره کولې او پروګرامونو ته به مو تصاميم نيول، خو د حکومت له لوري زموږ هغه پخوانی تشکیل چې دلته وو درې کاله کېږي لغوه شوی په وارونو وارونو موږ خپل غږ پورته کړی دی، خو چا مو غږ نه‌دی اورېدلی او نه‌يې توجه کړې ده، اوس هغه پخوانۍ ډلې نه‌شته او نه موسيقي ته هغسې چې لازمه ده کار کېږي."

يوازې دی نه‎دی چې د تشکیلاتو له‎منځه تلو خبره او له وزارت څخه شکايت کوي چې دوی ته‌يې پاملرنه څه چې کمه شوې بلکې د محلي موسيقۍ د له‌منځه تلو مخه‌يې نه‌ده نیولې، د ده په څېر په پکتيا کې پخواني موسيقاران د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رياست څخه ګېله‌من دي او وايي، د خپل فرهنګ لپاره لازم کار او هڅه نه‌کوي.

یو څو تنه اوسېدونکي وايي:

"زه مقصود د پکتيا مرکز ګردېز اوسېدونکی او د ارمونیې غږونکی يم، پخوا دلته زموږ يوه مجهزه دسته د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې وه، اوس هغه لغوه شوې ده ټول ملګري مو لیرې شوي دي او انډيوالان مو نه‌شته، پخوا به چې مرکز کابل او نورو ولايتونو کې ملي ورځې او جشنونه وو، نو موږ به ورغوښتل کېدو، مکتوبونه به راتلل، ښه پروګرامونه مو لرل ان مشاعرو ته به هم ورغوښتل کېدو هلته به مو په مېلو او مشاعرو کې برخه اخیسته، خو اوس موږ دلته دوه کسه اطلاعات او فرهنګ رياست د محافظينو په صفت ساتلي يو او نور ټول‌يې رخصت کړي او تشکیل‌يې لغوه کړی دی."

دغه دواړه موسيقاران وايي چې که څوک‌يې غږ واوري او په پکتيا کې د پخوا په څېر د موسيقي ګروپونه او ډلې د اطلاعات او فرهنګ په چوکاټ کې ولري دوی به خوشال او د اصلې افغاني موسيقۍ ودې ته له زړه کار وکړي، خو خپلې غوښتنې داسې مطرح کوي:

"غوښتنه خو مو دا ده چې بېرته زموږ تشکیلات جوړ شي او زموږ پخوانۍ اصيله افغاني موسيقي فعاله شي او زموږ فرهنګ وده وکړي، د پخوا غوندې له ولسواليو موسيقاران راوغواړو ورسره کېنو، پروګرامونو ته لاړ شو او خپل فرهنګ ته کار وکړو، نوي شاګردان وروزو بايد خپل عنعنات او کلتور ژوندی وساتو."

"موږ به څه وکړو، غږ مو کړی دی او هيله مو دغه ده چې زموږ پخواني پروګرامونه زموږ لپاره جوړ شي، وزارت زموږ لپاره د دې په ځای چې کار وکړي ستونزې جوړوي او هيله مو دغه ده چې د خپل وطن موسيقي د دې خاورې موسيقي او تاريخ ژوندی وساتو او د افغانستان موسيقي ته کار وکړو او ټول ملګري سره راټول او پروګرامونه جوړ کړو."

په پکتيا کې شته فرهنګي او مدني ټولنې د اطلاعات او فرهنګ وزارت په دې کار خوابدي دي چې دوی په سيمه کې د فرهنګ ساتنې او زړو معتبرو فرهنګي ميراثونو ساتنې او کار پر ځای داسې اقدام کړی چې محلي موسيقي او په خبره‌يې اصلي افغاني موسيقي يې د له منځه تلو حال ته رسولې.

مدني فعال او شاعر محمد رفيق مهران وويل:

"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رياست همدا وظيفه لري چې خپل فرهنګ وپالي او په هره برخه کې کار ورته وکړي، خو دوی د دې پر ځای چې کار ورته وکړي برعکس کار کوي او دوی په پکتيا کې د موسيقي بخش ټول تشکیلات لغوه کړي دي."

نوموړي د محلي موسيقۍ د له‎منځه تلو په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له وزارت څخه دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي وايي چې که دې برخې ته پاملرنه ونه‌شي وزارت او رياست به په لوی لاس فرهنګ له‌منځه وړی وي.

همدغه نظر په پکتيا کې يو بل مدني فعال شکور کامران هم لري وايي، اطلاعات او فرهنګ وزارت فرهنګ ته د کار پر ځای په دې ډول پرېکړو تاوان اړوي او په خبره‌يې موسيقي يوازينۍ لار پاتې ده چې د افراطيت په مقابل کې ترې ګټه واخیستل شي.

ښاغلی کامران زیاتوي:

"موږ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه په دې برخه کې واقعاً خوابدي شوي يو، ځکه دغه وزارت دا مسؤليت لري چې فرهنګ ته وده ورکړي، نه دا چې ويې وژني او بله خبره دا چې د ځوانانو د راټولېدو او افراطيت پر ضد کارولو يوازينی شی چې پاتې دی هغه همدا موسيقي ده چې د افراطيت پرضد ګټه ترې واخيستل شي او بېرته د دې تشکیلاتو برحاله کېدل د ټولو پکتياوالو او فرهنګپالو غوښتنه او هيله ده."

محلي او په عامه اصطلاح اصلي افغاني موسيقي په پکتيا کې پخوا ډېره غوړېدلې او کار ورته شوی وو چې په لیرو پرتو سيمو کې به‌يې شپني بانډارانه او ډېر لوی او واړه پروګرامونه رنګين کړي وو، خو اوس په پکتيا کې د موسيقي بازار ټکنی څه چې په ټپه ولاړ دی او د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شفا مشفق هم دا خبره مني چې د وزارت د پرېکړې پر اساس د پکتيا موسيقي ته زيات تاوان اوښتی.

ښاغلي مشفق زیاته کړه:

"خراب حالت کې داسې ده چې پخوا موږ دلته تشکیل لاره پروګرامونه به مو جوړول او دغه موسيقاران به مو سره همغږي کول خو اوس متأسفانه چې د دوی هغه تشکیل لغوه شوی دی، نو زموږ محلي موسيقي هم له دې تشکیل لغوه کېدو وروسته ټکنۍ شوې ده، موږ په پرله‌پسې ډول مو له وزارت څخه غوښتنې کړې دي او د دې تشکیل خبره مو ور ياده کړې ده، خو چا تر اوسه پرې غوږ نه‌دی ګرولی او نه چا زموږ غږ اورېدلی دی، دا هغه څه دي چې د مرکز په کچه د پکتياوالو سره د مور میرې سلوک کېږي او هېڅوک زموږ په پيشنهادونو غور نه‌کوي، همدې اوسني وزارت سره هم موږ دغه خبره شريکه کړې ده، خو اقدام نه‌دی شوی او دوی چې زموږ لپاره د کتابخانو تشکېل نه‌شي برابرولی نو په دې برخه کې خو مې يقين نه‌کېږي چې مرسته او کار وکولای شي."

همدغه ستونزه چې په پکتيا کې د محلي موسيقۍ پخوانی تشکېل لغوه شوی او په پکتيا کې د اطلاعات او فرهنګ رئيس مشفق‌يې هم مني، ازادي راډيو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند هارون حکېمي مخ ته کېښوده.

هارون حکیمي

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"په پکتيا کې د موسيقۍ کارکوونکو د تشکیل له منځه وړلو خبره تر اوسه پورې نهايي نه‌ده او په دې هکله تر اوسه پورې تصميم نه‌دی نيول شوی او په دې هکله اندېښنې تر اوسه له وخت مخکې دي، د تېرو تصاميمو په هکله زه وضاحت نه‌شم ورکولای تېرې ادارې خپل تصاميم لرل، خو زه دا ګړۍ ډاډ درکولای شم چې د تشکېلاتو د پراخولو او په ځانګړې توګه د موسيقۍ په برخه کې هڅې کېږي او په خاص ډول به په پکتيا کې دغې برخې ته چې د خلکو اندېښنه ده حل ورته ولټوو."

ده وويل، په لنډ وخت کې به وزارت په دې برخه کې اقدام وکړي او د راتلونکو برنامو په چوکاټ کې به پکتيا هم د نورو ولايتونو غوندې شامله کړي، خو د پکتيا مدني فعالان او فرهنګپال بيا وايي چې په دې ډول وعدې ورسره په وارونو، وارونو شوي خو مثبته نتيجه‌يې نه‌ده ليدلې.

په پکتيا کې محلي موسيقي په داسې لويدلي حال کې ده چې نه‌يې څوک د پخوا غوندې د بانډارونو لپاره له معلوم ادرس څخه هنرمندان او موسيقاران پيدا کولای شي او نه هغه نوي ځوانان د حالاتو له وجې له باجې سره غږ پورته کولای شي چې د خپلې حنجرې په زور به‌يې ډېرو دردېدلو زړونو ته ټکور ورکاوه او حتی د پکتيا ځيني وتلي پخواني هنرمندان دولت هېر کړي او ژوند يې په لیرو پرتو سيمو کې له خاورو سره خاورې شوی او ورک شوي دي، خو غږونه‌يې د ارمانونو سکون کولو لپاره لا هم پاتې دي.

راپور: داود تپان