پروان کې د کلیوالي تولیداتو نندارتون پای ته ورسېد

د پروان په مرکز چارېکار کې د کلیوالي تولیداتو درې ورځنۍ نندارتون پای ته ورسېد.

په دې نندارتون کې تر ۶۰ ډېرو نارینه او ښځینه کلیوالو خپل تولیدات او محصولات په ۴۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل.

د دغو کسانو له ډلې یوې ښځې ازادي راډیو ته وویل:

"موږ دلته درې ډلې راغلي یوو، یوه ډله مو د خیاطي ده، بله ډله د چرګانو د پالنې ده او درېیمه ډله مو هم د تُرشي جوړولو ده."

دا نندارتون د افغانستان د کلیوالي صنعت پراختیا پروګرام له لوري د دوشنبې په ورځ پرانیستل شوی و.

په دې نندارتون کې لاسي صنایع، خوراکي مواد، زراعتي محصولات او تزئیني شیان نندارې ته ایښودل شوي وو.