د کندز والي ویاند: د الچین پُل سیمه طالبانو ونیول شوه

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د الچین پُل او شاوخوا سیمې یې له طالبانو بېرته نیولي دي.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې افغان ځواکونو له شېرخان بندر څخه د کندز تر ښاره په ترسره شویو عملیاتو کې دغه سیمې بېرته له طالبانو ونیولې.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د الچین پله د بېرته جوړلو لپاره اړینه ده چې لومړی سیمه امن شي.

په کندز کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په روانه جګړه کې د الچین پل تخریب شوی چې دولتي ځواکونه یې پړه پر طالبانو اچوي خو طالبان بیا وايي چې دغه پل دوی نه دی تخریب کړی.

د الچین پل له تاجکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره د ټرانزیت او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم پل ګڼل کېږي.