زاخېلوال: هيله من یو د چمن- سپین بولدک پوله نن پرانيستل شي

په اسلام اباد کې د افغان ولسمشر ځانګړى استازى او د افغانستان سفير ډاکټر عمرزاخېلوال وايي، په سپين بولدک کې د پاکستاني بيرغ سوځول غندي، خو وايي، هر چا چې دا کار کړى د افغانستان د ولس او حکومت استازيتوب نه کوي.

ښاغلى زاخېلوال وايي، پاکستان بايد د داسې يوه عمل- چې په شخصي توګه څو کسانو تر سره کړى- سزا د پولې دواړو غاړو ولسونو او تجارانو ته ور نه کړي.

عمر زاخېل وايي، د چمن- بولدک تر منځ پولې د بندېدو په اړه يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي او هيله من دى چې دا پوله ژر پرانيستل شي، خو وايي افغان حکومت د يوه فردي عمل په نتيجه کې بخښنه نه شي غوښتلاى.

له افغان سفير عمر زاخېلوال سره د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

له زاخېلوال سره مرکه